يونېسف په خوارځواکۍ د اخته تر ۱۴۰ زرو د زياتو ماشومانو درملنه کړې

ارشیف: د هرات په یوه روغتون کې په خوارځواکۍ اخته ماشوم تر درملنې لاندې دی

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونېسف وایي، د روان ۲۰۲۳ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې یې د هغو له ۱۴۰ زره زیاتو ماشومانه درملنه کړې چې پر سختې ځوارځواکۍ اخته و.

يونېسف پرون چهارشنبې په یوه ټویټ کې ويلي چې، دا له پنځو کلونو کم‌عمره ماشومان و چې درملنه یې شوې ده.

د ملګر ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندق په دې برخه کې له یو شمېر نړیوالو موسسو د مرستې مننه کړې او دا ۱۴۰ زره یې د پرمختګ لپاره نور چانسونه یاد کړي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان د روان میلادي کال په فبرورۍ میاشت کې ویلي وو چې په افغانستان کې له درې ميلیون زیات ماشومان او له اته سوه زره زیاتې امیندوارې او شیدې ورکوونکې ښځې له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي.

تر دې مخکې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ ادارې یا اوچا ویلي وو چې شاوخوا ۸۷۵ زره ماشومان به سږ کال له سختې خوارځواکۍ سره مخامخ وي.