په ۱۷ ولايتونو کې د کوېډ۱۹ ناروغۍ پر وړاندې د واکسين کمپاین پيلېږي

ارشیف: په کابل کې یوه روغتیايي کارکوونکی یوه کس ته د کوېډ۱۹ ناروغۍ پر وړاندې د واکسین د تطبیق پر مهال

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونېسف او د روغتیا نړیوال پروګرام د واکسینو د نړیوال ایتلاف په ملاتړ د افغانستان په اولسو ولایتونو کې د کوېډ ۱۹ ناروغۍ په وړاندې د واکسین د دویم پړاو کمپاین د پیلېدو خبر ورکوي.

یونېسف پر خپله ټویټرپاڼه کښلي چې هڅه کېږي، د دغه کمپاین په ترڅ کې به چې د جون تر اتمې نېټې دوام کوي، ۲،۳ ميلیونه ښځې او نارینه واکسین شي.

په دغه کمپاین کې خلکو ته د کوېډ۱۹ ناروغۍ په وړاندې د واکسینو لومړی دوز او هم یې تقویتي دوز ورکول کېږي.

یونېسف پر هغو کسانو چې تر اوسه یې ځان د دغې ناروغۍ په وړاندې نه‌دی واکسین کړی غږ کوي چې لا هم ناوخته نه‌ده او ځان دې واکسین کړي.

د ورلډو میترز وېبپاڼې د شمېرو له مخې په افغانستان کې د کوېډ ۲۲۱ زره ۷۱۶ پېښې ثبت شوي او ۷۹۱۴ کسان هم د دغې ناروغۍ له امله مړه شوي دي.