آی‌ آر‌ سي: اروپايي هېوادونه دې د افغان پناه‌ غوښتونکو پر مخ لارې پرانېزي

ارشیف: د یونان په یوه څنډه کې د افغانانو په ګډون د بېلابېلو هېوادونو کډوال

د ژغورنې د نړیوالې کمېټې یا 'آی آر سي' مشر ډیولډ میلبنډ وایي، که د اروپایي ټولنې هېوادونه د افغانانو د خوندیتوب په اړه جدي دي، نو سمدستي دې د دوی پر مخ اروپا ته خوندي لارې خلاصې او ټول افغانان چې د پناه غوښتنه کوي له دې پرته چې په څه ډول تر دې وچې رسېدلي،، په عزت ومني.

ډیویډ میلبنډ ویلي، له اوکراینه د تښتېدلو له اتو ميلیونو زیاتو کسانو په وړاندې د اروپايي ټولنې اقداماتو وښوده چې اروپا د دې وړتیا لري چې په انساني او باعزته توګه د کډوالو هرکلی وکړي.

نوموړي دغه څرګندونې پرون چهارشنبې د دې کمېټې د نوي څېړنیز راپور له خپرېدو سره هممهاله کړي دي.

د ژغورنې نړیوالې کمېټې په دغه نوي راپور هغه ستر خنډونه په ګوته کوي چې افغانان د خوندي لارو په لټه کې ورسره مخامخ دي.

د دغه راپور موندنې ښیي چې اروپایی ټولنې په تېره د هغو افغانانو په اړه ډېره بې غوري کړې چې ځانونه یې تر اروپا رسولي، خو هلته هم له کافي خوندیتوب او امکاناتو نه‌دي برخمن شوي.