کرکټ بورډ: راشدخان د سریلانکا پر وړاندې لومړیو دوه سیالیو کې نه شي لوبېدای

راشدخان

د افغانستان کرکټ بورډ ادارې خبر ورکړی چې راشدخان د چهارشنبې په ورځ د تمریناتو پرمهال په ملا کې درد محسوس کړی او د سریلانکا پر وړاندې لومړیو دوه سیالیو کې نه لوبېږي.

د بورډ په خبرپاڼه کې ویل شوي، خان ته ډاکترانو تر معایناتو وروسته ویلي چې تر یوې اونۍ پورې باید ارام وکړي.

کرکټ بورډ ویلي: "د لوبډلې د ډاکتر او فیزیو په وینا، راشد به په یاده موده کې له بشپړې درملنې لاندې وي او هیله شته چې د سریلانکا پر وړاندې وروستۍ یو ورځنۍ نړیوالې لوبې په موخه له لوبډلې سره یوځای شي."

لا معلومه نه ده چې د نوموړي پرځای به کوم لوبغاړی د دې سیالیو لپاره غوره شي.

راشدخان له تېرو دوو میاشتو راهیسې په پرله پسې توګه د هندوستان غوره لیګ یا آی پي ایل په سیالیو کې ۱۷ سیالۍ ترسره کړې.

باید وویل شي چې د افغانستان او سریلانکا ترمنځ د درېیو یو ورځنیو لوبو لړۍ به د جون میاشتې په دویمه نېټه پیل شي.