سپینه ماڼۍ: امريکا د روسيې په خاوره کې د بریدونو ننګه نه‌کوي

په مسکو کې د سه‌شنبې د ورځې د بې پیلوټه الوتکو یا ډرون په بریدونو کې څو ودانۍ په نښه شوي.

په مسکو کې د سه‌شنبې د ورځې د بې پیلوټه الوتکو یا ډرون په بریدونو کې څو ودانۍ په نښه شوي.

د سپینې ماڼۍ ویاند پرون سه‌شنبې مازدیګر وویل، د امریکا حکومت په مسکو ښار کې د بې‌پيلوټه الوتکو د حملو په باب د معلوماتو په راټولولو بوخت دی، خو واشنګټن د روسیې په خاوره کې دننه د بریدونو ننګه نه‌کوي او یوازې د خپلې خاورې د بېرته نیولو لپاره له اوکراین سره پر مرسته تمرکز کوي.

روسیې پر مسکو بې‌پیلوټه الوتکو د وروستیو حملو تور پر اوکراین پورې کړی.

د کریملین ویاند دیمیتري پیسکوف پرون سه‌شنبې په یوه خبري کنفرانس کې وویل: "دا کاملاً واضح ده چې دا د اوکراین د پرېکړو پر مرکز زموږ د یکشنبې د ورځې د پیاوړي برید په وړاندې د کییف د رژیم غچ اخیستونکي اقدامات دي."

د روسیې په پلازمېنه مسکو کې د سه‌شنبې د ورځې د بې پیلوټه الوتکو یا ډرون په بریدونو کې څو ودانۍ په نښه شوي، خو تراوسه یې د سر او مال د احتمالي زیانونو په اړه راپورونه نه‌دي ورکړل شوي.