د کډوالۍ نړيوال سازمان په بدخشان کې له يو شمېر کورنيو سره مرستې کړي

د کډوالۍ نړیوال سازمان په بدخشان کې له دغو کورنیو سره د کمپلو، خېمو، ترپالونو او سولري تختو مرستې کړي دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان یا 'آی او ایم' په بدخشان کې له یو شمېر هغو کورنیو سره د لازمو مرستو خبر ورکوي چې د طبعي پېښو له خطرسره مخ دي.

د دې سازمان د افغانستان څانګې پرون سه‌شنبې په یوه ټویټ کې وویل، چې ټیمونو یې له کورنیو سره چې شمېر یې نه‌دی ښودل شوی، د کمپلو، د کورنیو خېمو، ترپالونو او سولري تختو مرستې د دې لپاره کړي چې هغوی د طبیعي پېښو د خطرونو په وړاندې ښه چمتووالی ولري.

یاد سازمان ویلي، د بارانونو د موسم له پیلېدو سره د افغانستان په اکثره سیمو کې سېلابونه راځي او د ځمکې ښویېدنې پېښې رامنځته کېږي.

د بدخشان له یو شمېر اوسېدونکو سره دغه مرستې داسې مهال کېږي چې د افغانستان د هواپېژنې ادارې په وروستي خبرداري کې چې په نولسو ولایتونو کې یې د سختو ورښتو، چټکو بادونو او د سېلابونو اټکل کړی و، بدخشان هم شامل و.