روسي چارواکي: پر مسکو د وروستيو بې‌پيلوټه الوتکو بریدونه اوکراين کړي

د روسیې په پلازمېنه مسکو کې د سه‌شنبې د ورځې د بې‌پیلوټه الوتکو یا ډرون په بریدونو کې څو ودانۍ په نښه شوي دي.

روسیې پر مسکو د وروستیو بې‌پیلوټه الوتکو د بریدونو تور پر اوکراین پورې کړ.

د کریملین ویاند دیمیتري پیسکوف پرون سه‌شنبې په یوه خبري کنفرانس کې وویل: "دا کاملاً واضح ده چې دا د اوکراین د پرېکړو پر مرکز زموږ د یکشنبې د ورځې د پیاوړي برید په وړاندې د کییف د رژیم غچ اخیستونکي اقدامات دي."

د روسیې په پلازمېنه مسکو کې د سه‌شنبې د ورځې د بې‌پیلوټه الوتکو یا ډرون په بریدونو کې څو ودانۍ په نښه شوي دي.

تر اوسه یې د احتمالي ځاني اومالي زیانونو په اړه راپورونه نه‌دي ورکړل شوي.