ناټو کاسوو ته د ۷۰۰ نورو سرتېرو د لېږلو پرېکړه کړې

د کاسوو په زویکان کې پولیس له اعتراض کوونکو سره په اخ و ډب اوښتي دي.

ناټو کاسوو ته د نورو ۷۰۰ سرتېرو د لېږلو پرېکړه کړې، ترڅو د دې هېواد په ختیځ کې د قهرجنو اعتراضونو مخه ونیسي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ دغه راز پرون سه‌شنبې خبرداری ورکړ چې د ناټو ځواکونه به له ټولو لازمو اقداماتو کار واخلي چې په سیمه کې د کاسوو ټولو اوسېدونکو ته د امن فضا یقیني کړي.

د امریکا متحدو‌ایالتونو هم وروسته له هغې چې د دې هېواد په ختیځ کې د البانیایي ټبرو چارواکو او د اکثریت سربیانو ترمنځ شخړې وشوې، د ناټو په روانو تمرینونو کې د کاسوو ګډون وځنډاوه.

د مې په ۲۹مه په شخړو کې د ناټو د پوځي ماموریت دېرش غړي ټپیان شوي.


په کاسوو کې چې مخکې د سربیا یو ولایت و، سوله ساتي ځواک، پرون سه‌شنبې د زویکان Zvecan ښارګوټي کې چېرې چې تاوتریخوالی رامنځته شوی و د ښاروالۍ ودانۍ وتړله.