کاظمي: ايران د ۶۳ سلنه افغان کډوالو کوربه دی

په ایران کې د افغان کډوالو د یوه کمپ څنډه

د ایران د عدلیې د وزیر مرستیال علي کاظمي وايي، هېواد یې د ۶۳ سلنه افغان کډوالو کوربه دی.

د ایران نیمه رسمي مهر خبري اژانس پرون د کاظمي له قوله راپور ورکړ چې نوموړي له نړیوالو مرستندویه مؤسسو وغوښتل چې د افغان کډوالو د اړتیاو په هواري کې له ایران سره همکاري وکړي.

کاظمي دا خبره د ماشومانو د ساتنې په اړه په یوه سیمینار کې وکړه.

هغه زیاته کړه چې په ایران کې د جګړو او طبیعي پېښو له امله یو زیات شمېر افغان کډوالو پناه اخیستې ده.

کاظمي ټینګار وکړ چې ایران له رنګ، نژاد، قومیت، توکم او مذهب پرته له افغان مهاجرینو سره په ځانګړې توګه د دغو مهاجرینو له ماشومانو سره ښه چلند کوي.

په همدې حال کې په ایران کې یو زیات شمېر افغان کډوال تل د ایراني چارواکو له ناوړه چلند څخه شکایت کوي.

په وروستیو کې ان دغو افغان کډوالو شکایت کړی چې د وچې ډوډۍ کارتونه هم نه ورکول کېږي.