پوتین د اوکراين په لاندې کړو سیمو کې د ټاکنو تنظيمولو لایحه توشېح کړه

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتين

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتين نن هغه لایحه توشېح کړه چې د روسیې له خوا پر اوکراین د یرغل په ترڅ کې د مسکو له خوا د اوکراین په لاندې کړيو سیمو کې د روان کال په پای کې په قانوني توګه د ټاکنو تنظیمولو ته اجازه ورکوي.

پوتین د اوکراین په څلورو سیمو کې چې روسیه پرې کنټرول لري، نظامي حالت اعلان کړی دی.

خو د روسیې پخواني قانون په دغسې حالت کې د انتخاباتو ترسره کولو ته اجازه نه ورکوله.

دغه نوی قانون په اعلان شوي نظامي حالت کې هم د ټاکنو ترسره کېدو ته په دې شرط اجازه ورکوي، چې دفاعي او امنیتي ارګانونه یې منظور کړي.