د آی پي ایل ځنډېدلې پایلوبه نن ترسره کېږي

د ګجرات او چینای لوبډلو ترمنځ د یوې مخکینۍ لوبې انځور

ټاکل شوې چې د هندوستان غوره لیګ یا آی پي ایل ځنډېدلې پایلوبه نن د ګجرات ټایټانز او چینای سوپرکینګز لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

دغه سیالي تېره ورځ په لوبغالي کې د شدید ورښت له امله وځنډول شوه.

د آی پي ایل سیالیو د اصولو پر بنسټ، که پایلوبه له هر طبيعي موانع سره مخ کېږي، نو یوه بله اضافي ورځ هم ورکول کېږي.

دغه پایلوبه به نن د کابل پر وخت ماښام ۶:۳۰ پیل شي.

د ګجرات لوبډلې په احتمالي نوملړ کې دوه افغان لوبغاړي راشدخان او نوراحمد هم اخستل شوي دي.

د هندي رسنیو د رپوټونو پر اساس چې تېره ورځ پایلوبې ته د لیدو په پار شاوخوا سل زره کسان لوبغالي ته ورغلي وو او نن هم د همدغومره خلکو د ورتلو اټکل شوی.

د احمد اباد 'نریندر مودي' کرکټ لوبغالی د نړۍ په کچه د زیاتو خلکو د ناستې ظرفیت لري چې شاوخوا سل زره کسان په کې ځایېږي.