د امریکا او روسیې د ولسمشرانو جو بایډن او ولادمیر پوتین په ګډون د نړۍ یو شمېر مشرانو د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ته په ټاکنو کې د بریا مبارکي ورکړې ده.
د فرانس پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، بایډن هیله څرګنده کړې چې له اردوغان سره په ګډه به د نړیوالو ننګونو د حل لپاره کار کوي.
ولادمیر پوتین هم د اردوغان بریا د هغه د صادقانه هڅو او کار پایله بللې ده.
د طالبانو د حکومت رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند هم اردوغان ته مبارکي ورکړې او د ترکیې او افغانستان د خلکو د اړیکو په لا ښه والي یې ټینګار کړی دی.
د ترکیې د ټاکنو ادارې د ولسمشرۍ د دویم ځلي ټاکنو د څه باندې ۹۹ فیصده رایو له شمېرلو وروسته اعلان وکړ، چې رجب طیب اردوغان د دغو ټاکنو ګټونکی دی.
د دې بنسټ مشر احمد ینیر پرون ماښام د ۹۹.۴۳ فیصده رایو له شمېرل کېدو وروسته وویل، چې اردوغان ۵۳ اعشاریه ۴۱ فیصده رایې ګټلي او د هغه سیال کمال قلیچدار اوغلو ۴۶ اعشاریه ۵۹ فیصده رایې خپلې کړې دي.
اردوغان پرون په استانبول کې د خپلو پلویانو یوې ډلې ته په وینا کې په ټاکنو کې د ګډون له کبله د ترکیې د خلکو مننه وکړه.
قلیچدار اوغلو دغه دویم ځلي ټاکنې په وروستیو کلونو کې تر ټولو غیرعادلانه بللې دي.