په ځینو ولايتونو کې د سختو ورښتونو، توپانونو او سېلابونو د راوتلو اټکل شوی

ارشیف

د طالبانو تر کنټرول لاندې د ملکي هوايي چلند ادارې د يوې خبرتيا په خپرولو سره په يو شمېر ولايتونو کې د سختو ورښتونو، توپانونو او سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.

ياده اداره وايي، په بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، بغلان، ننګرهار، کابل، پکتيا، خوست، پکتيا، زابل، غزني، ميدان وردګ، باميان، دايکندي، پروان، پنجشېر او کاپيسا هغه ولايتونه دي چې سبا او بل سبا په‌کې د سختو ورښتونو او سېلابونو د راوتلو وېره شته.

دغه راز ويل شوي چې د راتلونکو دوو ورځو احتمالي ورښتونو کچه له ۱۰ څخه تر ۳۰ ملي مترو پورې اټکل شوې.

د ملکي هوايي چلند اداره داسې مهال د سختو ورښتونو خبرداری ورکوي چې تېره اوونۍ د طالبانو حکومت طبيعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت ويلي وو، په درې ورځو کې د سېلابونو له امله ۱۳ تنه مړه شوي او اته ژوبل دي.