ايران له طالبانو سره هر ډول نښته د دواړو هېوادونو په زيان وبلله

Your browser doesn’t support HTML5

د نیمروز سرحدي سیمه کې د طالبانو او ایراني ځواکونو ترمنځ د نښتې ویډیو

د ایران د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي د طالبانو او ایران د سرحدي ځواکونو ترمنځ پرونۍ نښتې ته په اشاره ویلي، هر ډول نښته د دواړو هېوادونو په زیان ده.

د ایران په بهرنیو چارو وزارت کې د جنوبي اسیا د سیمې عمومي مدیر سید رسول موسوي نن په خپل ټویټر کې لیکلي، د افغانستان او ایران خلک او نخبګان دې هوښیار وي، چې هر ډول نښته د دواړو لوریو په زیان ده.

د نیمروز ولایت په کنګ سرحدي ولسوالۍ کې د طالبانو او ایراني پوله ساتو ترمنځ نښته بېګا تر ناوخته پورې روانه وه، چې دواړو لورو له درنو او سپکو وسلو کار اخیست.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي په نښته کې په دواړو غاړو کې یو یو تن وژل شوی او ګڼ ټپیان دي.

خو د ایران ایرنا خبري اژانس راپور ورکوي چې په دې نښته کې د ایران د سرحدي ځواکونو دوه سرتېري وژل شوي او دوه ملکي وګړي ټپیان دي.

ځینو سرچینو ویلي، د افغانستان لوري ته د جګړې په ټپیانو کې لږ تر لږه درې مېرمنې او څلور ماشومان هم شامل دي.

سپاه پاسداران ځواک ته د نږدې فارس خبري اژانس د راپور له مخې د دواړو هېوادونو سرحدي چارواکو د دې پېښې په اړه څېړنې پیل کړې دي.