نن د لوږې په وړاندې د مبارزې نړیواله ورځ ده

ارشیف: په کابل کې بېوزله مېرمنې او ماشومان

نن د مې میاشتې ۲۸مه د لوږې په وړاندې د مبارزې نړیواله ورځ ده.

دا ورځ په داسې حال کې رارسېږي چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا د شمېرو پر بنسټ دا مهال په افغانستان کې ۲۸ ملیونه او درې لکه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.

د اوچا په وينا، په دولتي او نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار محدوديتونو د نړیوالې ټولنې د مرستو رسولو چارې نورې هم پېچلې کړي دي.

خو د طالبانو ویاند ذبیح اله مجاهد ازادۍ راډیو ته ویلي، د دوی له واکمنېدو سره د هېواد اقتصادي وضعیت مخ په ښه کېدو دی.

د مې اته ویشتمه، یا د لوږې نړیواله ورځ په ۲۰۱۱ کال کې د لوږې د له منځه وړلو په هدف چې یوه نړيواله ستونز ده، ونومول شوه.

د راپورونو له مخې دا مهال په نړۍ کې څه باندې ۸۰۰ ملیونه وګړي له لوږې ځورېږي.