د ایران حکومت د زیلینسکي څرګندونو ته غبرګون ښودلی

د اوکراین د ولسمشر ولودمیر زیلینسکي

د ایران حکومت پرون شنبه د اوکراین د ولسمشر ولودمیر زیلینسکي څرګندونو ته غبرګون وښود.

ایران وايي، پر ایران دا تور پورې کول چې د اوکراین په جګړه کې روسیه په وسلو سمبالوي د لوېدیځ د پوځي او مالي ملاتړ جلبولو لپاره دی.

د امریکا متحدو ایالتونو او اروپايي ټولنې پر ایران د دغه هېواد د بې پېلوټه الوتکو د پروګرام له کبله بندیزونه لګولي دي.

دوی ادعا کړې چې تهران مسکو ته پر اوکراین د یرغل پر مهال بې چلوونکي هوايي وسایط ورکړي، خو تهران دا تور ردوي.

ولسمشر زیلینسکي تېره چهارشنبه په خپله ورځنۍ وینا کې ویلي وو، له شر څخه د تهران له ملاتړ انکار نه شي کېدای، هغه له ایرانیانو په مستقیم ډول پوښتنه وکړه، چې ولې غواړي د روسیې له ترور سره ملګري شي.

په ځواب کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني پرون وویل، پر ایران د زیلینسکي د غلطو تورونو لګولو تکرار یو پروپاګند او د ایران پر خلاف له مطبوعاتي جګړې سره برابره ګڼل کېږي.

د فرانسې خبري اژانس په لیکنه، د راپور له مخې روسیې تر اوسه د اوکراین خلاف جګړه کې په ایران کې جوړې شوې د شاهد په نوم ۱۱۶۰ بې پېلوټه الوتکې کارولې دي.

روسیې تېره شپه د اوکراین پر پلازمېنه کییف بیا یو لړ هوايي حملې کړي چې د چارواکو په خبره داسې ښکاري دا پر اوکراین د روسیې له یرغل راوروسته پر دې ښار د بې پېلوټه الوتکو تر ټولو پراخه حمله وي.

دا حملې داسې وخت شوي چې د اوکراین په پلازمېنه کې نن یکشنبه د دې ښار د ایجاد د کلیزې نمانځلو ته چمتووالی روان دی.