طالبان: تېره يوه مياشت کې د طبيعي پېښو له امله ۴۲ کسان مړه شوي

په ننګرهار کې د سېلاب له امله خلکو ته درانه زیانونه اوښتي. 07.05.2023

د پېښو پر وړاندې د مبارزې په چارو کې د دولت وزارت چې طالبان یې اداره کوي وايي چې په تېره یوه میاشت کې د هېواد په کچه له څلوېښتو زیات کسان په طبیعي پېښو کې مړه شوي دي.

د دې ریاست وزارت ویاند شفیع‌الله رحیمي رسنیو ته په یو غږیز پیغام کې د دې وزارت د ولایتي ادارو د راپورونو په حواله ویلي: "په تېره یوه میاشت کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د بارانونو، ږلۍ، سېلابونو د ځمکې د ښویېدو او په نورو پېښو کې زموږ ۴۲ هېوادوال شهیدان، ۴۵ ټپیان، ۳۴۱ کورونه په نیمه یا بشپړ ډول ویجاړ شوي."

د رحیمي په وینا دې پېښو نږدې شل زره جریبه کرنیزه ځمکه او باغونه او همدا راز له ۱۳۵۰ زیات څاروي هم له منځه وړي دي.