د نیمروز سرحدي سیمه کې د طالبانو او ایراني ځواکونو ترمنځ نښته پای ته رسېدلې

Your browser doesn’t support HTML5

د نیمروز سرحدي سیمه کې د طالبانو او ایراني ځواکونو ترمنځ د نښتې ویډیو

د ایران تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی چې د نیمروز ولایت په کنګ سرحدي ولسوالۍ کې د ایراني او طالب سرحدي ځواکونو ترمنځ نښته پای ته رسېدلې ده.

د دواړو هېوادونو د دفاع وزارتونو چارواکو د جګړې د پای ته رسولو لپاره خبرې کړي دي.

د اسوشېټېډپرېس خبري اژانس د 'حال­ وش­' په نامه د یوې ایرانۍ مدافع ډلې په حواله ویلي و, چې دغه نښته نن سهار پیل شوې وه.

په هغو ویډیوګانو کې چې په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوي، د دواړو لورو ترمنځ د ډزو تبادله ښيي، خو دا ویډیوګانې په خپلواکه توګه نه‌دي تایید شوي.

دا په داسې حال کې ده چې نن د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي په کابل د ایران له سفیر حسن کاظمي قمي سره هم کتلي دي.

تر اوسه د نښتې علت معلوم نه‌دی.

طالبانو او ایراني چارواکو هم تر اوسه د دغې نښتې په اړه څه نه‌دي ویلي.