آی پي ایل؛ ګجرات لوبډلې پایلوبې لار پیدا کړه

د ګجرات ټایټنز لوبډلې لوبغاړي چې راشد خان او نوراحمد هم ورسره لوبېږي.

د هند د کرکټ د غوره لیګ سیالیو په لړ کې ګجرات ټایټنز لوبډلې چې دوه افغان لوبغاړي په کې برخه لري، پرون د ممبۍ انډینز لوبډلې په ماتولو سره پایلوبې ته لار پیدا کړه.

پرونۍ لوبه ګجرات لوبډلې پیل کړه چې د درېیو لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۲۳۳ منډې وکړې، خو ممبۍ لوبډلې یوازې ۱۷۱ منډې وکړې او ټول لوبغاړي یې وسوځېدل.

پرون د ګجرات په توپ اچوونکو کې راشد خان دوې وېکټې واخیستې او نور احمد کومه ویکټه وانخیستله، خو موهیت شرما وتوانېد ۵ ویکټې واخلي.

د لوبې غوره لوبغاړی شوبمن ګیل شو، چې په ۶۰ توپونو یې ۱۲۹ منډې وکړې.

فاینل یا پایلوبه سبا یکشنبه په احمد اباد کې د ګجرات ټایټنز او چینای سوپر کینګز لوبډلو ترمنځ کېږي چې تمه کېږي په میلیونونو کسان به دغه لوبه وګوري.