په سربیا کې پوځ ته د تيار سئ امر شوی

د کاسوو پوځیان

د سربیا ولسمشر الکساندر وچیچ د خپل هېواد پوځ ته وروسته له هغې د تیارسئ امر وکړ، چې یوشمېر معترضانو د کاسوو په هغه ښار کې چې اکثریت وګړي یې سربان دي، له پولیسو سره شخړه وکړه.

د سربیا ولسمشر وچیچ پرون جمعه په هغه وینا کې چې له تلوېزیون په ژوندۍ بڼه خپرېده وویل، د پوځ ځینو قطعاتو ته امر شوی چې د کاسوو د سرحد پر لوري وخوځېږي.

هغه ویلي، دا څرګنده ده چې په کاسوو کې د سرب وګړو په وړاندې ترور روان دی.

د کاسوو په زیوچان ښارګوټي کې اعتراض کوونکي او پولیس وروسته له هغې سره لاس و ګرېوان شول، چې د خلکو یوه ډله د ښاروالۍ ودانۍ مخې ته راغونډ شول.

دوی هڅه کوله د ښاروالۍ ودانۍ ته د هغه البانیايي ټبره کس د داخلېدو مخه ونیسي چې په وروستیو کې د ښاروال په توګه ټاکل شوی دی.

د رویټرز اژانس په لیکنه، پولیسو پر اعتراض کوونکو اوښکي بهوونکي ګاز هم کارولي او د پولیسو یو موټر وروسته اور اخیستی دی.

دغه اعتراض وروسته له هغې کېږي چې ګڼو کسانو دغه محلي ټاکنې بایکاټ کړې.