ایران د بلجیم یو مرستندویه کاروکونکی له خپل دپیلمات سره تبادله کړ.
تهران او بروکسل د عمان په منځګړیتوب د دې تبادلي په اړه موافقي ته ورسېدل.
د بلجیم مرستندویه کارکونکی اولیویر فانده کاستیل د تېر کال په فبرورۍ میاشت کې ایران ته د سفر پر مهال نیول شوی و.
د رویټزر د راپور پر بنسټ، ایران دغه بلجیمي وګړی د جنوري په میاشت کې د جاسوسۍ په تور په ۴۰ کاله بند محکوم کړی و.
اسدالله اسدي یو ایرانی ډیپلومات په بلجیم کې په ۲۰۲۱ کال کې په فرانسه کې د یوې چاودنې د پلان په تور په شل کاله بند محکوم شوی و.