پاکستان کې وروستي تاوتریخجن اعتراضونه؛ پوځ ته سپارل شوي ۳۳ کسان محاکمه کېږي

په پاکستان کې د عمران خان د نیونې په غبرګون د هغه د پلویانو د تاوتریخجنو اعتراضونو یو انځور

په پاکستان کې هغه کسان چې په وروستیو تاوتریخجنو اعتراضونو کې په لاس لرلو تورن وو، پوځ ته سپارل شوي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله نن وویل، ۳۳ کسان پوځ ته سپارل شوي او ټاکل شوې چې په پوځي محکمو کې به محاکمه شي.

دا کسان د مې په نهمه نېټه د مخکیني صدراعظم عمران خان د نیولو په غبرګون کې د اعتراضونو پرمهال پر پوځي تاسیساتو په برید تورن او نیول شوي وو.

ثناالله وویل، تورن هغه کسان دي چې حساسو دفاعي تاسیساتو ته ننوتي وو، خو د هغه په وینا دا پوښتنه لاهم نه ده ځواب شوې چې دوی څنګه پوځي تاسیساتو ته په ننوتلو بریالي شوي وو.