د اوکرایني ځواکونو له‌خوا د روسیې پر ځينو سیمو د بریدونو ادعا شوې

د بېلګورد یوه څنډه

د اوکراین پولو ته څېرمه د روسیې د درېیو سیمو چارواکي ادعا کوي چې اوکرایني ځواکونو یې پر سیمو د توغندیو حملې کړي.

د بېلګورد سیمې والي ویاچیسلاو ګلَدکوف نن پر ټلېګرام ولیکل چې پر څلورو ولسوالیو تېره شپه د اوکرایني ځواکونو توغندي ولګېدل، خو د ده په وینا تلفات یې نه لرل.

د رستوف والي واسیلي ګولوبیف هم ویلي چې پر موروزفسک سیمه د اوکراین یو ویشتل شوی توغندی شنډ شوی.

بل خوا د جنوب ختیځ ښار کراسنادار ښاروال ایفګیني ناوموف ویلي چې یوه د استوګنې او یوه دفتري ودانۍ نن سهار وختي په یوه چاودنه کې زیانمن شوي دي.

د راپورونو له مخې پر کراسنادار ښار هم د ډرون برید شوی دی.

د دې ادعاوو په اړه اوکرایني چارواکو تر اوسه څه نه دي ویلي.