د طالبانو د حکومت د مخابراتي خدماتو اداره د هېواد په شمال کې د مخابراتي شبکو د ۴۴ نویو انتنونو د جوړولو د پلان خبر ورکوي.
باختر خبري اژانس راپور ورکوي چې دا انتنونه به د بلخ، جوزجان، فاریاب، سرپل او سمنګان ولایتونو په هغو سیمو کې نصب شي چې د مخابراتي شبکو خدمات نه وررسېږي.
باختر د اترا ادارې د رییس حافظ محمد ثابت نعمان له قوله خبر ورکوي چې نوموړی وايي تراوسه، د جوزجان ولایت په قوش تېپې او درزاب ولسوالیو کې ۳ انتنونه فعال شوي او په راتلونکو دوو میاشتو کې به په ټولو پنځو ولایتونو کې د ۴۱ انتنونو د رغونې چارې بشپړې شي.
دا په داسې حال کې ده چې د هېواد له نورو ولایتونو څخه هم د کمزورو مخابراتي خدماتو شکایتونه رارسېږي.