پر افغان ښځو محدودیتونه؛ ځینو مدافع ټولنو یې په اړه د څېړنو غوښتنه وکړه

ارشیف: په کابل کې د معترضو ښځو پر وړاندې د طالبانو د چلند یو انځور

د بشري حقونو دوو مخکښو مدافع ټولنو غوښتنه کړې چې پر افغان ښځو او نجونو د طالبانو محدودیتونه دې د بشریت پرضد د جرمونو په توګه وڅېړل شي.

د بخښنې نړيوال سازمان یا ایمنسټي انټرنېشنل او د عدالت او بشري حقونو مدافعانو په یو ګډ راپور کې چې عنوان یې دی 'د ښځو پرضد د طالبانو جګړه' ویلي چې پر افغان مېرمنو د طالبانو کلک محدودیتونه او غیرقانوني ځپونکي اقدامات دې د بشریت پرضد د احتمالي جنایاتو په توګه وڅېړل شي.

په دې راپور کې د بخښنې د نړیوال سازمان د مشرې ایګنیس کالامارد له قوله ویل شوي چې نوموړې وايي، افغان مېرمنې د جنسیت په اساس د بشري ضد جنایاتو قربانیانې دي.