د روسیې دفاع وزیر سرګي شویګو وایي، د امریکا متحدهایالات غواړي په افغانستان کې د ناقانونه وسلهوالو ډلو له ځواک څخه د سیمې د بېثباتۍ لپاره کار واخلي.
نوموړي دغه څرګندونې پرون پنجشنبې د بېلاروس په پلازمېنه مینسک کې د ګډ امنیت تړون سازمان غونډې ته کړې دي.
د روسیې د انترفاکس اژانس د راپور له مخې هغه ویلي، افغانستان تر اوسه په سیمه کې د بېثباتۍ یو بل مرکز دی او هغو غیرقانوني وسلهوالو ډلو چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته یې په دې هېواد کې ځانونونه ډېر پیاوړي کړي، یو ګواښ متوجه کړی دی.
هغه ادعا کړې چې د ده په باور له همدغو سختدریځو وسلهوالو به چې په منځني ختیځ کې یې په کنټرول شویو ډلو کې جګړه کړې او افغانستان ته راغلي، متحدهایالات د سیمې د بېثباته کولو لپاره کار واخلي.
امریکایي چارواکو تر اوسه د روسیې د دفاع وزیر د دغې ادعا په اړه څه نهدي ویلي او په افغانستان کې د طالبانو د حکومت چارواکو له دې مخکې د دا ډول څرګندونو په غبرګون کې نړیوالو ته ډاډ ورکړی چې هیچاته به اجازه ورنهکړي چې د افغانستان له خاورې نورو ته ګواښ متوجه کړي.