اوچا په افغانستان کې د روغتيايي مرستو رسولو لپاره ۴۴۹.۹ میلیون ډالرو ته اړتیا لري

ارشیف: په کابل کې یو شمېر اړمنې مېرمنې او ماشومان

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره اوچا وایي، روان ۲۰۲۳ کال ۴۴۹.۹ ميلیون ډالرو ته اړتیا ده چې په افغانستان کې ۱۵.۶ ميلیون وګړو ته لومړني روغتیایي خدمات ورسول شي.

اوچا پرون پنجشنبې په یوه ټویټ کې وویل، ګڼو ستونزو په افغانستان کې د روغتیا په برخه کې اړتیاوې زیاتې کړي او زیاتوي که د ژوند ژغورنې روغتیایي خدمتونو کې پانګونه ونه‌شي، په دې هېواد کې به مړینې او د تر ټولو زیان‌ګالو خلکو په منځ کې ناروغۍ زیاتې شي.

په عین حال کې د روغتیا نړیوال سازمان وایي، په پکتیا کې یې د کوېډ۱۹ ناروغانو لپاره یو پنځوس بستریز روغتون د ساري ناروغیو د درملنې پر یوه روغتون بدل کړی دی.

'ډبيلو‌ ايچ‌ او' پرون پنجشنبې په یوه ټویټ کې ویلي، دغه روغتون به چې پر طبي وسایلو او روزل شویو روغتیایي کارکوونکو بشپړ سمبال شوی، د پکتیا او څنګلورو ولایتونو شاوخوا دولس زره اوسېدونکو ته خدمات سرته ورسوي.