د امریکا متحدهایالات وایي، د ایران لرې واټن ویشتونکي توغندي جدي ګواښونه رامنځته کوي.
دا خبره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر پرون پنجشنبې په واشنګټن کې خبریالانو ته وروسته له هغې وکړه چې، ایران یو لیرې واټن ویشتونکی، بالسټیک توغندی وازمایه.
میلر وویل: "په څرګنده مو دا خبره کړې چې د ایران د بالستیک توغندیو پراختیا سیمهيیز او نړیوال امنیت ته یو جدي ګواښ دی."
فرانسې هم د ایران د بالسټیک توغندي دغه ازموینه وغندله او هغه یې د ملګرو ملتونو له ۲۲۳۱ پرېکړهلیک څخه چې په ۲۰۱۵کال تصویب شوی، سرغړونه وبلله.
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې د ایران وسلهوالو ځواکونو پرون پنجشنبې یو نوی منځنۍ واټن ویشتونکی توغندی ښکاره کړ چې د دوه زره کیلو مترو په واټن کې هدف په نښه کولای شي.