​​​​​​​روسيې د لومړي ځل لپاره يو نړيوال هوايي نندارتون وځنډاوه

ارشیف، په ۲۰۲۱ کال کې د روسیې یو نړیوال هوايي ندارتون کې د جېټ الوتکو پرواز

روسیې یو نړیوال هوایي نندارتون د نامعلوم وخت په مخه وځنډاوه چې دا په تېرو درې لسیزو کې لومړی ځل دی چې دا نندارتون ځنډېږي.

روسي رسنیو نن د روسیې د هوایي صنعت د سرچینو په وینا خبر ورکړ چې د (اېم‌اې‌کې‌اېس) په نوم نړیوال هوایي نندارتون چې ټاکل شوې وه، د جولای له پنځه ویشتمې تر دېرشمې مسکو ته څېرمه د ژوکوفسکي په سیمه کې جوړ شي د امنیتي دلایلو له امله وځنډېده.

(اېم‌اې‌کې‌اېس) هغه نړیوال هوایي او فضایي نندارتون دی چې له ۱۹۹۳ کال را په دې خوا په هرو دوو کلونو کې یو ځل پرانیستل کېږي، دا نندارتون حتی د کرونا وبا په وخت کې نه‌و لغوه شوی.