د امريکا دفاع وزير د اوکراين د تماس دفاعي ډلې غونډه جوړوي

د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزیر لوېد اسټېن

ټاکل شوې ده چې نن د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزیر لوېد اسټېن د اوکراین د تماس د دفاعي ډلې غونډه جوړه کړي.

د اوکراین د تماس په ډله (یو‌ډي‌سي‌جي) کې هغه په لسګونو هېوادونه شامل دي چې پر اوکراین د روسیې د غیر موجه برید په خاطر د کیف ننګه کوي.

د دې غونډې د جوړېدو خبر په داسې وخت کې خپور شوی دی چې د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي هیله‌من دی چې ایف شپاړس جنګي الوتکې به ژر ورسپارل شي.

د امریکا دفاع وزرات نن وویل، د اوکراین د تماس دفاعي ډلې په ان‌لاین غونډه کې به پر دې خبرې وشي چې څرنګه د اوکراین د ځواکونو زغرواله برخه او هوایي دفاع د روسیې د پرله‌پسې بریدونو په وړاندې پياوړې کېدای شي.