د کراچۍ له زندانه ۷۰ افغان بندیان ازاد او افغانستان ته استول شوي

د کراچۍ مرکزي زندان

د پاکستان حکومت د کراچۍ له بنده ۷۰ افغان بندیان خوشې او افغانستان ته واستول.

د نیول شویو افغانانو مدافع وکیلې منیزې کاکړ پرون چهارشنبې د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل چې په دغو بندیانو کې ماشومان هم شامل دي.

نوموړې ویلي: "د کراچۍ او د سند ایالت په بېلابېلو جېلونو کې چې کوم افغان کډوال بندیان دي او په دې تور باندې نیول شوي چې دوی قانوني اسناد نه لري، په هغو کې د ماشومانو په شمول اویا بندیان افغانستان ته ډیپورت کړل شول."

دې په عین حال کې وویل چې په پاکستان کې لا هم د بې اسنادو افغانانو د نیونو لړۍ دوام لري.

په همدې حال کې په کراچۍ کې د طالبانو د حکومت کونسلګري وايي چې د کراچۍ له بنده خوشې شوي بندیان دوی په بسونو کې افغانستان ته استولي دي.