کاناډا او سعودي عربستان بېرته ډيپلوماتيکې اړيکې پيل کړې

په ریاض کې د کاناډا سفارت

کاناډا او سعودي عربستان له پنځو کلونو وروسته په خپل منځ کې ډیپلوماتیکې اړیکې بیا پیل کړې.

سعودي عربستان په ۲۰۱۸ م کال وروسته له دې چې د کاناډا د بهرنیو چارو وزارت په یوه ټویټ کې په سعودي کې د ښځو د حقونو د نیول شویو فعالانو ملاتړ څرګند کړ، د کاناډا سفیر له ریاضه وایست او په کاناډا کې یې خپلې شتمنۍ وپلورلې.

د دواړو هېوادونو د باندنیو چارو وزارتونو پرون چهارشنبې په یوه اعلامیه کې وویل چې یو بل ته به نوي سفیران استوي او دا پرېکړه د اسیا پسفیک د اقتصادي همکارۍ سازمان د غونډې په څنډه کې د سعودي عربستان د ولیعهد محمدبن سلمان او د کاناډا د صدراعظم جاستین ترودو ترمنځ د نومبر د میاشتې په غونډه کې شوې وه.

کاناډا جان فلیپ لینتو په ریاض کې د خپل هېواد نوی سفیر نومولی دی.