د اروپايي ټولنې د طبي توکو مرسته کابل ته رسېدلې

له افغانانو سره د اروپايي ټولنې د مرستو بسته

اروپایي ټولنې له افغانستان سره د نږدې سل ټنه دوا او طبي وسایلو د مرستې اعلان وکړ.

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې د سیاسي استازي مرستیالې رافيلا لودیسي پرون په ټویټر کې کابل ته د دې مرستې د رسېدو خبر ورکړ.

اغلې لودیسي زیاته کړه چې د هوا له لارې کابل ته د دې بشري مرستو رسېدل له افغانانو سره د اروپایي ټولنې د مرستو ښکاره بېلګه ده او اروپایي ټولنه ژمنه ده چې له افغانانو سره به خپلې مرستې کوي.

د۲۰۲۱م کال د اګست له میاشتې راوروسته چې طالبانو کابل نیولی دا د هوا له لارې د اروپایي ټولنې د مرستو اته ویشتمه بسته ده چې افغانستان ته یې استوي.