په لسګونو پولنډیان پنجشېر ته تللي دي.
په دغه ولایت کې د طالبانو د اطلاعات او فرهنګ ریاست پرون په یوه بیان کې وویل چې په وروستیو کې پنجشېر ته د کورنیو او بهرنیو سېلانیانو ورتګ زیات شوی دی.
په دې بیان کې د دې پولنډیانو دقیق شمېر نهدی څرګند شوی، خو دا ډله تر دې څو ورځې مخکې هرات ته تللې وه.
تر دې مخکې هلمند او غزني څخه د ازادي راډيو خبريالانو يادو ولايتونو ته د بهرنيو سېلانيانو د ورتګ راپورونه ورکړي وو.