د افغانستان او چين ترمنځ پروازونه بیا پيل شول

ارشیف: د اریانا افغان هوايي شرکت یوه الوتکه

په چین کې د افغانستان سفارت چې د طالبانو په کنټرول کې دی، نن يې پر ټویټر لیکلي چې د کابل او اورمچي ښارونو ترمنځ مستقیم پروازونه به د اریانا افغان هوایي شرکت له‌خوا ترسره شي.

واک ته د طالبانو له بيا ځلي ستنېدو وروسته د چین او افغانستان ترمنځ مستقیم پروازونه ځنډول شوي وو.

همدارنګه د طالبانو په راتګ افغانستان سره زیاتره نړیوال پروازونه یا ځنډول شوی یا محدود شوي دي.