يوې افغانې فعالې د نېشنل جيوګرافيک شبکې د څېړونکې جايزه ترلاسه کړې

شبانه بسیج راسخ

د افغان ښځو او نجونو د زده‌کړې فعالې شبانې بسیج راسخ د نېشنل جیوګرافیک شبکې د رولیکس جیوګرافیک اکسپلوریر یا څېړونکې سږنۍ جایزه ترلاسه کړې ده.

دې شبکې پر خپله ویبپاڼه په یوه اعلامیه کې چې پرون سې‌شنبې یې خپره کړې ویلي چې نوموړې ته دغه جایزه د افغان ښځو او نجونو د زده‌کړې په برخو کې د هغې د هر اړخیزو او مهمو کارونو په خاطر ورکړل شوې ده.

د نېشنل جیوګرافیک ټولنې اجراییه رییسې جیل تیفینتالر د دغې جایزې د ورکړې په مراسمو کې وویل چې شبانه یوه تکړه او با استعاده مشره ده چې خپل ژوند یې د افغان ښځو او نجونو تعلیم او پرمختګ ته وقف کړی دی.

هغې ویلي: "موږ د شبانې له زړورتیا او ژمنتیا څخه زده‌کړې ته د لاسرسي، مساواتو او شمولیت لپاره په لارو چارو کې الهام اخیستی دی."

شبانه بسیج راسخ چې د طالبانو په لومړۍ واکمنۍ یې په کابل کې په پټه زده‌کړې کړي او وروسته یې خپلې لوړې زده‌کړې په متحدو ایالتونو کې بشپړې کړې او په تېر جمهوري نظام کې یې د افغان ښځو او نجونو لپاره د لوړو زده‌کړو او اوسېدو لومړنی ښوونځی جوړ کړی او د دولسمو ټولګیو له ډېرو فارغانو سره یې مرسته کړې چې د نړۍ په مختلفو هېوادونو کې د پوهنتونونو بورسیې ترلاسه کړي.

د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته یې خپله ټولنه رواندا ته ولېږدوله او هلته یې د شپې د یوازېني ښوونځي په پرانيستلو سره يې افغان نجونو ته د زده‌کړې او د شپې اوسېدو بشپړ امکانات برابر کړي دي.

شبانه بسیج راسخ ویلي، دا د افغان ښځو د نسلونو د تاریخي زړورتیا وارثه ده او پر نړیوالو غږ کوي چې افغان ښځې او نجونې هیرې نه‌کړي.

نوموړې ته دغه جایزه داسې مهال ورکول کېږي طالبانو په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته نجونې له ښوونځیو او نجونې او ښځې هم له پوهنتوني زده‌کړو منع کړې دي.