اوکراین: روسیې د تور سمندرګي له لارې د غلو دانو د صادراتو مخه نیولې

تور سمندرګی

اوکراین وايي چې روسیې د تور سمندرګي له لارې د دې هېواد د غلو، دانو د صادراتو مخه نیولې.

یوه اوکرایني چارواکي پرون د مې ۲۳مه وویل چې د اوکراین د پیفدیني بندر له لارې د غلې صادرات درېدلي دي ځکه روسیه کښتیو ته اجازه نه ورکوي او ورسره د تور سمندرګي له لارې د غلو دانو د صادراتو تړون عملا له منځه تللی.

دا تړون چې روسیې او اوکراین د ملګروملتونو او ترکیې په منځګړتوب په تېره جولای میاشت کې لاسلیک کړ تېره اوونۍ د دوو نورو میاشتو په مخه د دې لپاره تمدید شو، چې د اوکراین د دریو بندرونو، اودېسه، چورنو مورسک او پیفدیني له لارې به غلې دانې او غذايي مواد صادرېږي.

ملګرو ملتونو د مې په دویمه اندېښنه وښوده چې پیفدیني بندر ته یوه کښتۍ هم نه ده رسېدلې.