یان ايګلنډ: د افغان مېرمنو کار په اړه د طالبانو تګلاره بشپړېدو ته نږدې ده

د ناروې د کډوالو د شورا رئیس جان ایګلنډ

د یوې نړیوالې مرستندویې ټولنې مشر وايي، طالبانو ده ته ډاډ ورکړی چې په نادولتي موسسو کې د افغان مېرمنو د کار په اړه د طالبانو د حکومت تګلاره بشپړېدو ته نږدې ده.

د ناروې د کډوالو د شورا رییس یان ایګلنډ چې په تېرو شپږو میاشتو کې یې د دوهم ځل لپاره افغانستان ته تللی دی اسوشېټېډپریس خبري اژانس ته ویلي چې د طالبانو له یو شمېر مشرانو سره یې په کندهار کې کتلي او هغوی ډاډ ورکړی چې دا تګلاره به په نږدې راتلونکي کې بشپړه شي، خو وخت یې نه دی ښودلی.

طالبانو په تېر ډسمبر کې په دولتي او نادولتي ادارو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه او په اپرېل میاشت کې دا بندیز د روغتیا او زده کړو له سکټورونو پرته د ملګرو ملتونو دفترونو ته هم وغځېد.

په جنوري کې د طالبانو حکومت اعلان وکړ چې په نادولتي مؤسسو کې د ښځو د کار د دوام په اړه پر یوه تګلاره کار کوي.