روسیې د والسټریټ ژورنال د خبریال د بند موده وغځوله

د والسټریټ ژورنال خبریال ایوان ګیرشکوویچ

د مسکو یوې محکمې پرون د والسټریټ ژورنال ورځپاڼې د خبریال ایوان ګیرشکوویچ د توقیف د مودې د غځولو حکم ورکړ.

د دې حکم له مخې ګیرشکوویچ به لږ تر لږه د اګست تر دېرشمې په توقیف کې پاتې کېږي.

د محکمې غونډه د تړلو دروازو شاته جوړه شوې وه.

متحدوایالاتو پرون پر روسیې غږ وکړ چې دا خبریال خوشې کړي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي سي این این تلوېزیون ته وویل، د ګیرشکوویچ د توقیف موده باید اوږده نه شي.

د روسیې د امنیتي خدماتو فدرال ادارې د مارچ پر دېرشمه وویل د ګیرشکوویچ پرضد یې د جاسوسۍ دوسیه پرانیستې ده.

دا تر سړې جګړې وروسته لومړی ځل دی چې یو امریکایی خبریال په روسیه کې نیول کېږي او د جاسوسۍ تور پرې لګول کېږي.