امريکا بيا له روسيې د والسټریټ ژورنال د خبريال د خوشې کېدو غوښتنه کړې

د والسټریټ ژورنال خبریال ایوان ګیرشکوویچ

د امریکا متحدو ایالتونو یو وار بیا له روسیې د والسټریټ ژورنال د خبریال ایوان ګیرشکوویچ د خوشې کېدو غوښتنه وکړه.

پرون دا غوښتنه وروسته له هغې وشوه، چې د روسیې د امنیتي خدماتو ادارې د دغه امریکايي خبریال د توقیف د مودې د غځېدو هڅه وکړه.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي له سي این این سره په مرکه کې وویل، د ګیرشکوویچ د توقیف موده باید ونه غځېږي.

د روسیې د امنیتي خدماتو فډرال ادارې د مارچ پر ۳۰مه وویل، چې د ګیرشکوویچ په وړاندې یې د جاسوسۍ دوسیه پرانیستې ده.

دا تر سړې جګړې وروسته لومړی وار دی چې په روسیه کې د امریکا یو خبریال نیول کېږي او د جاسوسۍ تور ورباندې لګول کېږي.