د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله لبنان ته لاړه

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله

د فوټبال فدراسیون د خبر پر اساس، افغان فوټسال لوبغاړو له څو اوونیو راهیسې په ایران کې تمرینات ترسره کول او له هماغه ځایه نن د لبنان پلازمېنې بیروت ته ولاړل.

د فوټسال ملي لوبډله به د روانې میاشتې په ۲۵مه، ۲۷مه او ۲۹مه نېټو له لبنان سره درې دوستانه سیالۍ ترسره کړي.

د ویلو ده چې افغانستان د فوټسال په سیالیو کې هم په وروستیو څو کلونو کې ښې لاسته راړونې درلودې.