د افغانستان کرکټ بورډ خبر ورکړی دی چې د کورنیو سیالیو په دوام به روانه میاشت درې ورځنۍ سیالۍ هم پیل کړي.
کرکټ بورډ زیاتوي چې دغه سیالۍ به د مې میاشتې په ۲۸مه نېټه د ننګرهار ولایت په دوو لوبغالو کې پیل شي.
د سیالیو لپاره نن د سهشنبې په ورځ د ټولو ۵ لوبډلو ۱۵ـ کسیزه لوبډلې او احتیاطي لوبغاړي هم اعلان شول.
د کورني کرکټ مدیر نظیم جار عبدالرحمیزي په دې تړاو ویلي وو چې په درې ورځنیو سیالیو کې به د لومړۍ او دویمه درجه ولایتي سیالیو مخکښ لوبغاړي لوبېږي او بیا به له دې سیالیو ښه وړتیا ښودونکي لوبغاړي فرسټ کلاس سیالیو ته لار پیدا کوي.
د ویلو ده چې دغه سیالۍ د میرویس نیکه په نوم هر کال ترسره کېږي او د سپین غر، مس عینک، بندامیر، امو او بست زونونو په نوم لوبډلې پهکې لوبه کوي.