اوچا: اړمنو افغانانو سره د مرستې لپاره ۱۷۰ميليون ډالرو ته اړتيا ده

په کابل کې د یوې نانوايي مخې ته اړمنې ښځې او ماشومان. January 24, 2022

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره اوچا وايي، په ۲۰۲۳ کال کې له اړو افغانانو سره د بشري مرستو لپاره ۱۷۰ میلیون ډالرو ته اړتیا لري.

اوچا نن د مې ۲۳ مه په یوه ټویټ کې وویل، په سږني کال کې به ۲۰،۳ میلیونه افغان وګړي د عمومي خوندیتوب، د ماشومانو د ساتنې، د جنسیتي تشدد پر ضد د مبارزې او د ماین پاکې په څلورو اصلي برخو کې مرستو ته اړتیا ولري.

د افغانستان لپاره د اوچا دفتر مخکې ویلي وو چې د طالبانو له‌خوا د ملګرو ملتونو په ادارو کې د ښځو پر کار له بندیز سره سره به د افغانستان خلکو ته د مرستو د رسولو چارې ته دوام ورکړي.