سناتور 'تیم سکاټ' د امریکا ولسمشرۍ انتخاباتو کې د کاندېدو اعلان وکړ

جمهوريپال سناتور تیم سکاټ

جمهوريپال سناتور تیم سکاټ اعلان وکړ چې د امریکا د ۲۰۲۴ کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې به د خپل ګوند له لوري سیالیو کې یو کاندید وي.

د جنوبي کارولاینا ایالت دغه ۵۷ کلن سناتور په سنا جرګه کې د جمهوري غوښتونکو د ګوند یوازېنی تور پوستی غړی دی.

نوموړي خپله انتخاباتي مبارزه پرون دوشنبې له خپل پلرني ټاټوبي شمالي چارلسټون څخه پیل کړه.

سکاټ له ۲۰۱۳ کال راهیسې د سنا جرګې غړی دی.

د اسوشېټېدپرېس خبري اژانس د راپور له مخې نوموړی به خپل کمپاین پر داسې مسایلو چې خلکو ته هیلې ورکوي، متمرکز کړي.

ویل شوي چې نوموړی به د کرکې خپرولو د ژبې له کارولو او پر نارضایتۍ ولاړ سیاست څخه ډډه وکړي.

د راپور له مخې دا ډول تګلارې د هغه اوسني سیالان، پخوانی جمهوريپال ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د فلوریډا والي ران ډیسانټیس مخته وړي.