د نيلسن مانډيلا مېرمن: پر افغان ښځو محدودیت د توکمپالنې بڼه ده

د نيلسن مانډیلا مېرمن ګراسا ماشیل

د سولې د جایزې د ګټونکي او په جنوبي افریقا کې د هغه مهال د اپارټایډ پر وړاندې د مخکښ مبارز نيلسن مانډیلا مېرمن ګراسا ماشیل وایي، پر افغان ښځو د طالبانو له خوا فشارونه د توکمپالنې یا اپارټایډ یوه بڼه ده او نړۍ یې باید په وړاندې په هغه هوډ مبارزه وکړي چې په جنوبي افریقا کې یې د نژادي تبعیض په وړاندې کړې وه.

د برتانوۍ ټلېګراف ورځپاڼې د راپور له مخې ۷۷ کلنې ماشیل چې په نړۍ کې د ښځو د حقونو یوه مهمه مبارزه ګڼل کېږي وویل، پر طالبانو باید فشارونه راوستل شي او ورته څرګنده شي چې نړیواله ټولنه یې نژادي تبعیض نه شي منلی.

نوموړې دې ورځپاڼې ته ویلي چې نړۍ تر اوسه پر افغانستان د واکمنو طالبانو پر وړاندې چې پر ښځو یې سخت محدودیتونه لګولي، ډېر نرم دریځ غوره کړی دی.

نوموړې دا د نژادي توپیر یوه بڼه یاده کړه او هغه یې جنسیتي اپارټاید وباله.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال په دوبي کې پر افغانستان له بیا واکمنېدو وروسته د ښځو ډېر لومړني حقونه په تېره د کار او زده کړې په برخو کې محدود کړي دي.

ګراسا ماشیل چې د افغان ښځو د حقونو په ملاتړ یې غږ اوچت کړی، په ۱۹۹۸ م کال له نیلسن مانډیلا سره واده کړی او د هغه تر مړینې پورې یې ورسره ګډ ژوند کړی.

نیلسن مانډیلا چې په جنوبي افریقا کې د وخت د اپارټایډ رژیم په وړاندې مبارزه کوله، په ۱۹۹۴ کال د دې هېواد د لومړني تورپوستي ولسمشر په توګه وټاکل شو او تر ۱۹۹۹ کال پورې یې دغه دنده مخته وړې وه.

نیلسن مانډیلا چې د خپلې مبارزې په خاطر د نوبل د سولې جایزه هم ګټلې، د ۲۰۱۳ م کال د ډسمبر په پنځمه مړ شو.