د روسيې او اوکراين پر پوله چاودنې او نښتې شوي

پرون د بیلګورود په سیمه کې د چاودنو او خال خال نښتو غږونه اورېدل کېدل.

د روسیې او اوکراین په پوله کې د چاودنو او نښتو راپورونه ورکړل شوي او مسکو د اوکراین یوه ورانکاره ډله تورنه کړې چې دې هېواد ته یې د تاوتریخوالي د غځولو هڅه کړې.

خو کییف دغه ادعا رد کړې ده.

پرون د بیلګورود په سیمه کې د چاودنو او خال خال نښتو غږونه اورېدل کېدل او د سیمې د والي ویاچسلاو ګلادکوف په وینا جګړه د روسیې ګریورون ولسوالۍ ته چې اوکراین پولې ته څېرمه پرته ده، غځېدلې.

هغه ویلي چې په نښتو کې اته تنه ټپیان شوي دي.

د روسیې د ازادۍ لوا په نوم ډلې د دغې حملې مسوولیت اخیستی، چې په دې ډله کې هغه روسان چې له اوکرایني ځواکونو سره همکاري کوي، شامل دي.

د اوکراین حکومت په دې پېښه کې هر ډول لاس لرل رد کړي دي.

اوکرایني رسنیو د اوکراین د پوځي استخباراتو د ویاند اندرې یوسوف په حواله خبر ورکړی چې ویلي یې دي، له پولې بلې غاړې ته دغه تاوتریخوالی د روسیې د ازادۍ لوا او د روسي رضاکارانو په نوم ځواک چې په‌کې مهاجر روسان شامل دي او پر اوکراین د کریملین د یرغل ضد دي، رامنځته کړی دی.

خو نوموړي د دغې اعا لپاره نور شواهد نه‌دي وړاندې کړي.