ملګرو ملتونو د افغانستان شمال کې سولري تختې وېشلي

ارشیف: یوه سولري تخته

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د افغانستان په شمال زون کې د لمریزي برښنا یا سولر د څه باندې درې زره تختو د وېش اعلان کړی.

دا سولر پینلونه یا تختې تر ډېره په راستنېدونکو او داخلي بې ځایه شویو خلکو وېشل شوي دي.

د یو این‌ایچ‌ سي‌ آر افغانستان څانګې پر خپل ټویټر لیکلي چې یوازې یې په بغلان کې په ۱۳۰ کورنیو سولري تختې وېشلي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ډاډ ورکړی چې له افغان راستنېدونکو او کورنیو بې ځایه شویو سره مرستې کوي، خو مهمه ده چې د دوی لپاره کافي بودیجه په واک کې ورکړل شي.