په کندهار کې د يوې سرګلولې د چاودنې له امله يو کوچی مړ شوی

د افغانستان په عمومي نقشه کې د کندهار ولایت موقعیت

د کندهار په خاکرېز ولسوالۍ کې نن سهار د راکټ د یوې پخوانۍ سرګلولې په چاودنه کې یو کوچی مړ او د هغه دوه زامن ټپیان شوي دي.

د طالبانو د حکومت د کندهار د والي مطبوعاتي دفتر په یوه خپاره کړي بیان کې ویلي چې د راکټ دغه مرمۍ هغه مهال وچاوده چې یوه کوچي د کېږدۍ د درېدو پرمهال مختبله پرې ټک‌وهله.

دا په داسې حال کې ده چې تېره میاشت بېلابېلو سازمانونو افغانستان کې د ماينونو او ناچاوده توکو د خطر په اړه اندېښنه ښودلې وه.