متقي: د ایران د سیستان او بلوچستان پر اوسېدونکو زړه‌سوی لرم

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي وايي، د ایران د سیستان او بلوچستان پر اوسېدونکو هماغسې زړه سوی لري چې د هلمند، نیمروز او فراه پر اوسېدونکو یې لري.

متقي دا خبره د ایران له لوري د اوبو د حق د غوښتنې موضوع ته په اشارې نن په کابل کې په یوه غونډه کې وکړه

ده وویل، که د کجکي بند اوبه خوشې هم کړي د وچکالۍ له کبله د هلمند سیند اوبه تر نیمروز ولایت پورې نه رسېږي.

خو ایران ویلي چې افغانستان د ۱۳۵۱ لمریز کال د اوبو د تړون پر اساس له دغه هېواد سره منلې اوبه نه ورکوي او له طالبانو غواړي چې په یوه میاشت کې ایران ته اوبه پرېږدي.