اوچا: تېر کال د ماین چاودنو له کبله تر ۷۰۰ ډېرو افغانانو ته مرګژوبله اوښتې

د کابل په دارالامان سړک پر سر چاودنې یو شمېر کسانو ته مرګژوبله اړولې وه. 22.04.2022

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا وایي، تېر ۲۰۲۲ کال په افغانستان کې په ماین چاودنو، له جګړې پاتې د ناچاوده وسیلو او په کور کې د جوړو شویو چاودېدونکو وسیلو په چاودنو کې له اوه سوه زیات ماشومان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

اوچا دا خبره نن په یوه ټویټ کې کړې او ویلي یې دي چې دا په ورځ کې په متوسط ډول دوه ماشومان دي چې په افغانستان کې د چاودنو قرباني کېږي.

اوچا دغه څرګندونې د ملکیانو د خوندیتوب د اوونۍ د شپږمې دورې له پیلېدو سره چې پرون یکشنبې د مې په ۲۲مه پیل او د مې تر ۲۵ پورې دوام کوي، کړې ده.

د ملکیانو د خوندیتوب اړوند مسایلو په اړه به نن د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په یوه سرخلاصي غونډه کې هم بحثونه وشي.

د ملکي وګړو د خوندیتوب په اړه به د ملګرو ملتونو عمومي منشي هم خپل راپور وړاندې کړي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یا یونېسف د تېرې پنجشنبې په ورځ افغانستان د نړۍ هغه هېواد یاد کړ، کوم چې د په ماین چاودنو کې یې ډېری تلفات ماشومانو ته اوړي.

یونېسف وايي، د روان کال د جنورۍ او مارچ ترمنځ میاشتو کې د بمي چاودنو له امله ۱۳۴ ماشومان معلول یا هم وژل شوي دي.